د افغان ملي بیمې شرکت په حمید تجارتی او صرافی مارکیت کې خپله نوی رسمي څانګه پرانستله

superadmin
یکشنبه ۱۳۹۶/۱۱/۸ - ۱۴:۴۹
News

د پرانستې په دی غونډه چی د افغان ملی بیمی رئیس  ښاغلی میوند فراهی لخوا ترسره شو د افغان ملی بیمی د مدیره هئیت غړو هر یو ښاغلی عبدالعزیز بابکر خیل د پشتنی بانک رئیس او ښاغلی احمد جاوید وفا د بانک ملی رئیس ګډون در لود. دوی د خپلو خبرو په ترڅ کې د بیمې د اهمیت په اړوند هر اړخیزه وینا وی وکړی او هیله یی څرګنده کړه چې د افغان ملي بیمه چې یوه دولتي اوملي اداره ده خپلو خلکوته د بیمې ښه او پروخت خدمتونه وړاندې کړي . وروسته له هغه د افغان ملی بیمې شرکت رئیس ښاغلی فراهی  خبرې وکړی او وویل ددی څانګی په پرانستلو سره زموږ ګران هیوادوال کولای شی چی ټول بیموی خدماتو لکه: (د اورلګیدنی بیمه٬ د  سفر بیمه٬ د زده کوونکو او محصلینو بیمه٬ د موټر بیمه لکه د موټر بیمه د دریمګړی شخص بیمه په مقابل او د   موټر جامع بیمه٬ د کارکوونکو بیمه٬ د شخصی حوادثو بیمه٬ د فضایی او تجارتی اموالو بیمه او د پروژو بیمه د دریمګړی شخص په مقابل) بیمه کړی.

 د یادونې وړ ده چې د  افغان ملي بیمی شرکت یواځینۍ دولتي شرکت دی چې د پنځوسو کلونو اوږده مخینه په درلودلو سره په افغانستان کې د بیمې دخدمتونو د وړاندی کولو په برخه کې ۲۵ فعالې څانګې لري

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۳۹۹/۱۱/۱۶ - ۱۵:۳۵
Background image

د افغان ملي بیمې شرکت د مدیره هیئت ناسته ترسره شوه

دافغان ملي بیمې شرکت دمدیره هیئت جلسه د ۱۳۹۸ مالي کال د تشکیل ،بودجې اومالي پلان دتصویب اومنظورۍ...

شنبه ۱۳۹۷/۹/۱۷ - ۱۰:۲۲
Background image

د هرات ولایت د صنعتي پارکونو یو تولیدی شرکت ته د افغان ملي بیمې لخوا د یو میلیون افغانیو په ارزښت د زیان ورکړه

د افغان ملي بیمې شرکت د روان کال د میزان د میاشتې په 12 مه نیټه دیو مطبوعاتي کنفرانس په ترڅ کې چې د هرات د ولایت د مقام مرستیال او سرپرست والی ښاغلی محی الدین نوری ، د سوداګرۍ او. . .

یکشنبه ۱۳۹۶/۱۱/۸ - ۱۴:۴۹
Background image

د افغان ملي بیمې شرکت په حمید تجارتی او صرافی مارکیت کې خپله نوی رسمي څانګه پرانستله

د پرانستې په دی غونډه چی د افغان ملی بیمی رئیس ښاغلی میوند فراهی لخوا ترسره شو د افغان ملی بیمی ...

BACK TO NEWS