د افغان ملي بیمې شرکت د روان کال د میزان د میاشتې په 12 مه نیټه دیو مطبوعاتي کنفرانس په ترڅ کې چې د هرات د ولایت د مقام مرستیال او سرپرست والی ښاغلی محی الدین نوری ، د سوداګرۍ او صنایعو د خونې غړو ، د هرات ولایت سوداګرو، د هرات ولایت د مستوفیت استازو او خبریالانو په کې ګډون درلود د رُز تولیدې شرکت ته د اورلګیدنې له امله د خسارې جبران ورکړ
د رُز د چاکلیټو تولیدې شرکت چې د هرات په صنعتي ښارګوټې کې موقیعت لري دیو کال څخه راپدیخوا د افغان ملي بیمې شرکت د هرات د اورلګیدنې په څانګه کې بیمه شوی وو چې له بده مرغه په دې وروستیو کې د اورلګیدنې دیوې پیښي سره مخ شو د زیاتو څیړنو او د زیان د ورکړې د پروسي د بشپریدو وروسته نوموړې شرکت ته 926,172 افغانۍ زیان ورکړل شو.
ښاغلي صدیق الله " سباوون " د افغان ملي بیمې شرکت د پلان او بازارموندنی آمر وویل چې د افغان ملي بیمی شرکت خپلې کړې وعدې چې د زیان د ورکړې په هکله یې خپلو هیوادوالو سره کړي وې نن ورځ په عمل کې وښودلې او مونږ کوښښ کوو چې لا زیات خدمات خپلو ګرانو وطنوالو ته ترسره کړو .
ښاغلي سباوون زیاته کړه چې نوموړي شرکت د 43,520 افغانیو په ورکولو سره بیمه شوی وو نن ورځ نژدی یو میلیون افغانۍ د زیان ورکړه ترلاسه کوی او دایې هم وویل چې د افغان ملي بیمه د ډيرو لویو شرکتونو د بیمه کولو توان لري .
د بلې خوا د رُز تولیدی شرکت مرستیال ښاغلي محمد نعیم "محمدی " د دی زیان د لاسته راوړلو په وخت کې د خوشالۍ احساس کاوه او وی ویل چی دا کار سبب کیږي ترڅو نور هیوادوال د بیمې د خدمتونو پر وړاندې علاقمند شي .
د یادولو وړ ده چې مخکې لدې هم د افغان ملي بیمې شرکت د آریانا افغان هوایی شرکت ته 2,686,052 امریکایی ډالرو په ارزښت زیان ورکړی دی