د بیمې تاریخچه

د افغان ملي بیمې شرکت په 1343 کال کې تآ سیس شوی دی، د افغان ملي بیمه د نیم قرن څخه راپدیخوا د بیموي خدمتونو د وړاندې کولو پخوانۍ او لمړنۍ تجربه لري. دافغان ملي بیمې شرکت یوه دولتي تصدي ده چې خپل خدمات په عالي او مسلکي ډول هیوادوالو ته وړاندې کوي او همدارنګه یو عایداتې ارګان دی چې دولت ته د دوه اړخو له مخې کلنۍ منافع (ګټې) رسوي. لمړی اړخ یې خپلو هیوادوالو ته د بیموي خدمتونو وړاندې کول دي او دویم اړخ یې دولت ته د داخلي عوایدو لاسته رواړل دي. هغه شتمنۍ چې پدې شرکت کې بیمه شوی دي درې ملیارده ( 3’000’000’000 ) افغانیو ته رسیږي چې د روغتیا او ژوند بیمه له دې څخه مستثنی دي. مونږ خپلو هیوادوالوته د سوداګرۍ، زده کړې او سوکاله ژوندانه د برابرولو لپاره د روحي آرامتیا په چوکاټ کې د ارزانه، مؤثره، ښکاره او شفافه بیمه لیکونو په وړاندې کولو سره بیموي خدمتونه ترسره کوو. همدا اوس دا شرکت 10 ډوله بیمه لیکونه هیوادوالوته وړاندې کوي چې په لاندې ډول دي؛

  1. د روغتیا بیمه
  2. د وسایطو جامع بیمه
  3. د وسایطو بیمه د دریم ګړي شخص په وړاندې
  4. د سفر بیمه
  5. د اورلګیدنې بیمه
  6. هوایې بیمه
  7. د سوداګریزو توکو بیمه
  8. د شخصي پیښو په وړاندې بیمه
  9. د زده کوونکواو محصلینو بیمه
  10. د کار کوونکو بیمه

د ولایاتو څانګې:

 د افغان ملي بیمې شرکت د خپلو بیموی خدمتونو له مخي ګرانو هیوادوالو لپاره د افغانستان په 22 ولایاتو کې د بیمې څانګې پرانسیتی دي او د هیوادوالو په چوپړ کی قرار لري   او په لاندې ډول دي:

کابل، بلخ، هرات، کندهار، ننگرهار، سمنگان، بغلان، خوست،  پنجشیر، کاپیسا، پروان، لغمان، وردک، سرپل، فاریاب، جوزجان، کندز، فراه، پکتیا، بادغیس، لوگر، نیمروز، بندر آقینه، حیرتان و اسلام قلعه.

ددې شرکت د زیان د ورکړې نمونې:

 د افغان ملي بیمې شرکت ژمنه کوې چې خپل اجراات په ریښتینې ډول، د نیکو اخلاقو په درلودلو سره  او د بیمه اخیستونکو د اعتبار دلاسته راوړلو په چوکاټ کې سرته   ورسوې. فلهذا تاسو ته زمونږ د زیان د ورکړې یو څو نمونې چې بیمه اخیستونکو ته مو په قانونې او منطقې ډول په تیرو څلورو کالو کی اجرا کړې دي په لاندې ډول بیانوو.

  1. د فضایی بیمه په بخش کی د آریانا افغان هوایی شرکت ته 416، 643، 18امریکایی دالر
  2. د روغتیا بیمه په بخش 212، 150، 6 میلیون افغانی
  3. و اورلګیدنی بیمه په بخش کی 000، 580، 1
  4. د وسایطو بیمه په  بخش کی 265، 782، 2 میلیون افغانی