دسفر بیمه

superadmin
travel

دي بیمه لیک وخت:

 له یوې ورځې څخه تر شپږو میاشتو پورې په نړیواله کچه دی.

دحق البیمې ورکړه:

د بیمه لیک د شرایطو له مخې او دوخت سره سم اخیستل کیږي.


 د کار فرما دمسؤلیت بیمه د کار کوونکو په وړاندې:

د کار دقانون له مخې هر شخص کارکونکی – کارگر، چې د بل شخص (اداره – کارفرما) دلاس لاندی کار کوي د کار په وخت کې که چیری همدې کار کوونکې ته د پیښو له امله کوم زیان رسیږي استخدام کوونکې (کار فرما) باید زیانمن شخص ته د خسارې جبران ورکړي. همدارنګه د افغان ملي بیمې شرکت همدا د کار فرما مسؤلیت د بیموي پوښښ لاندې نیسي .

یعنې د کار فرما قانوني مسؤلیت د کار کوونکو په وړاندې چې د بعضو پیښو له امله لکه معیوبیت، مړینه او ځاني جراحت څخه منځ ته راځي بیمه کوي.

ددې بیمې د شرایطو که مخې هر کله که کار کوونکې د کار له امله او یا د کار په وخت کې د ځاني تاوان سره مخامخ کیږي د بیمې لخوا ورته جبران خساره ور کول کیږي .

پدې ډول بیمه کې د کار د وخت د پوره کیدو نه وروسته کوم وخت چې د کار فرما پورې اړه نه لري نه بیمه کیږي.

د حق البیمې ور کړه:

د کار کاونکو حق البیمه د کار د ډول او کلنۍ عوایدو له مخې د بیمه لیک دشرایطو سره سم اخیستل کیږي.

ددې بیمه لیک پوښښ.

  • د پیښې له امله مړینه .
  • دایمي کلي ناتواني.
  • موقتي کلي ناتواني.
  • قسمي ناتواني.

د بیمه لیک امتیازات :

د مړینې د پیښې او د دایمي کلي ناتوانۍ په وړاندې د جدول د ټاکل شوي نرخ له مخې ۱۰۰٪ د موقتي کلي ناتوانۍ په وړاندې درې میاشتنۍ تنخا او د درملو دلګښت ورکول او در ملنه ترښه کیدلو او دقسمي ناتوانۍ په وړاندې امتیازات دجدول د ټاکل شور فیصد یو له مخې ورکول کیږي.

دبیمه لیک (بیمه نامې ) وخت :

ددې بیمه نامې وخت يو کال دي یعنې اشخاص یواځې د رسمي کار په وخت کې د بیموي پوښښ لاند راځي.

د بیمه لیک ضروریات:

د کارکونو د تنخواه لست د هغوی د دندې د کتګوری له مخی.

زمونږ خدمات
ټول خدمات