دروغتیا بیمه

superadmin
Health Insurance

پدې ډول بیمه کې ناخبره پیښي او داسې ناروغۍ چې دهغي درملنه په کورنیو  او بهرنیو  روغتونونو کې  ترسره کیږي د بیمه لیک دشرایطو سره سم د پوښښ لاندي راځي.

ټول کسان حدا اکثر د ۶۵ کالو په عمر کولی شي د روغتیا د بیمې د پوښښ لاندې راشي.

د ورکړې وړامتیارات:

  1.  دجراحي عمل  د لګښت ورکول.( لویه جراحي، متوسطه جراحي او وړه جراحي )
  2.  د درملو دورکړي لګښت.
  3.  د پاراکلینیکي لګښت ورکول.
  4.  په روغتون کې د پاتې کیدو ، بستریدو او امبولانس د لګښت ورکول .
  5.  د X – Ray  د لګښت ورکول.
  6.  د  OPD  او نورو امتیازاتو د لګښت ورکول.
  7.  د غاښونو د ډکولو، ویستلو او جراهي د لګښت ورکول.
  8.  د سترګو د نمرې تعینول او د عینکو د لګښت ورکول.
  9.  د غوږونو د آلې د لګښت ورکول .
  10.  د جراحي Orthopedic لګښت ورکول .

د ورکړي وړ حق البیمه:

د ورکړې وړحق البیمه د هر بیمه اخیستونکي د غوښتني له مخې د یوې میاشې اویا دیوکال لپاره اخیستل کیږي ماشومان چې عمر یې د ۱۸ کالو څخه کم وي دخپلو والدینو سره یوځاي په حق البیمه کې د ۳۰٪ تخفیف په ورکولو سره د روغتیا دبیمې د پوښښ لاندې راځي.

هغه کسان چې عمر يې د ۶۵- ۷۰ کالو پورې رسیدلي وي د۳۰٪ اضافه  او د ۷۰ کالو څخه چې زیات عمر ولري د ۷۰٪ اضافي حق البیمې په ورکولو سره د روغتیا د بیمې تر پوښښ لاندې راځي.

د روغتیا د بیمې د منلو شرايط:

  1.  هر بیمه اخیستوونکي چې حق البیمه ورکوي کولي شي د ضرورت په وخت کې د راجستر شوو روغتونونو د صحي خدمتونو څخه ګته واخلي.
  2. د درملني د لګښت ورکول، درمل اونور امتیازات د بیمه لیک له مخي په افغانیو ورکول کیږي.
  3. بیمه اخیـــــــستونکي مخکې له دې چې دروغـــتیا بیمه واخلي باید خپل  دروغتــــیايي تصـــدیق ( چک آپ) له یو راجستر شوي روغتون څخه ترلاسه کړي البته  تصدیق د بیمه اخیستوونکي په غاړه دي.
  4.  انتحاري پیښي مین، راکت د ډیرې حق البیمي په ورکولو سره ددې بیمې  د پوښښ لاندي راځي.
  5.   بیمه اخیستونکي نه شي کولای چې په  یو وخت کي د دوو شرکتونو څخه د روغتیا بیمه ترلاسه کړي.
  6.  که چیرې په ولایاتو کې د افغان ملي بیمې شرکت کوم راجستر شوی روغتون نه وي بیمه شوی کس کولی شي د نورو روغتونونو څخه بل ( انوایس )  راوړي او د بیمه لیک د شرائطو سره سم ددې بیمې د پوښښ لاندې راشي .
  7.  که چیرې د بیمه شوي کس درملنه په کورنیو روغتونونو کې امکان ونلري، نو کولي شي چې په بهرنیو راجستر شوو روغتونونو کې د ۸۰٪ د مصارفو  په ورکولو سره او هم د اسناد و په درلودلو سره خپل لګښت د افغان ملي بیمې شرکت څخه ترلاسه کړي.

ددې بیمه لیک وخت:

 د بیمه لیک وخت یو کال او دهغې پوښښ ۲۴ ساعته دی.

ټول ښاغلی پیریدونکي کولاي شې د درملنې لپاره لاندې روغتونونو ته ورشي.

زمونږ خدمات
ټول خدمات