د اور لګیدنې بیمه

superadmin
Fire INS

داور لګیدنې بیمه د بیمې په برخه کې ډیره پخوانۍ بیمه ده د دي بیمې ارزښت لدې معلومیږي چې په پرمختللو هیوادونو کې هیڅ داسي کورونه، شتمنۍ  او مالونه نشته چې د اورلګیدنې په وړاندې بیمه شوي نه وي. هره ورځ په لسګونو د اوسیدلو، سواداګریز او صنعتي ودانۍ یا فابریکې د اورلګیدنې د ډول ډول پیښو سره مخامخ کیږي چې مالي او ځاني زیانونه ورته اړوي. د اورلګیدنې په بیمه کې ډول ډول شتمنۍ او مالونه د اور لګیدنې پیښې او همدا رنګه د نورو فرعي ګواښونو په وړاندې د بیموي پوښښ لاندې راځي. د دې لپاره چې تاسو دیوې پیښې په هکله ټول زیان لاسته راوړي نو لازمه ده چې تاسو د خپل جایداد اصلي قیمت بیمه کړي.

  • د تعمیر د بیمې لپاره باید د تعمیر د جوړولو مجدد قیمت و ښودل شي.
  • د مالونو د بیمې ګدام مخکې د ګتې د زیاتوالي نه د هغه تمام شوې قیمت باید بیمه شي.
  • ماشین آلات وروسته د استهلاک د و ضع کولونه بیمه کیږي مګر په بعضې حالاتو کې شاید د تعویض په قیمت د  نوي په شکل بیمه شي.
  • پیسې او سره زر باید د اورلګیدنې ضد سیفونو کي محفوظ و ساتل شي.
  • د توکو (مالونو) د ورکیدو موضوع فوراً دیوې لیکل شوي ادعانامې د ۱۵ ورځو په دننه کې د بیمې شرکت ته باید و سپارل شي

د اورلګیدنې د بیمې پوښښ:

دا بیمه لیک ټول زیانونه ددې بیمې د شرایطو سره سم جبرانوي.

  • هغه مستقیمې خسارې یا زیانونه چې د اورلګیدنې صاعقې، دعادي ګازونو انفجار او داسې نور چې د ورځنیو کارونو لپاره ترینه کار اخیستل کیږي منځ ته راغلي وي.
  • هغه خسارې او زیانونه چې د توسعې د مخنیوي په منظور منځ ته راغلي وي.
  • هغه خساري یا زیانونه چی د اورلګیدنې وروسته د اموالو د نقل مکان په وخت کې د هوا د رطوبت له امله منځته راغلي وي.
  • هغه خسارې یا زیانونه چې  همزمان د اورلګیدنې د پیښې څخه وروسته توکو یا مالونو ته رسیدلي وي لکه د دود او يا سوزیدوله امله .

بیمه اخستونکې کولی شي د لا ډیرې حق البیمې په ورکولو سره د اورلګیدني د بیمې نه غیر نور ګواښونه هم د اورلګیدني په بیمه لیک کې شامل کړي چې په لاندي ډول دي:

زلزله، طوفان او سیلاب

د اورلګیدنې بیمه لاندې حالات نه بیمه کوي:

  1. د توکو د منځه تلل د طبیعي احتراق یا کیمیاوي حرارت او فرسودګي له امله.
  2. د توکو سوزول د دولتي مقاماتو په امر.
  3. د توکو ورکیدل د غلا له امله د سوزیدلو په وخت کې او یا وروسته د سوزیدلو څخه.
  4. تحت الارضي سوزیدل او یا هغه سوزیدل چې د زروي  اسلحې د موادو د محلول څخه منځه راغلي وي. زلزله، شدید طوفان، انقلاب، حرب، شورش، اغتشاش.
  5. په هغه صورت کې چې د اوسیدلو له کورنو څخه د  ذخیرې په ‌‌ډول کار واخیستل شي
  6. په هغه صورت کې چې د اوسیدلو له ځایونو څخه د توکو دپرچون د خرڅلاو په ډول کار واخیستل شي.
  7. د سپینو او سروزرو ښښتي، قیمتي شیان، هنري شیان، او داسي نور.....

د زیان (جبران) د ورکړي طریقه:

د اورلګیدنې په بیمه کې د جبران ورکړه په څلور ډوله ده

  1.  نغده ورکړه
  2.  ترمیمول
  3.  تعویض
  4.  مجدد ( نوی کول )

مګر د نورو بیمو لپاره د جبران یا زیان ورکړه د هغې ډول د نوعیت له مخې توپیر لري .

دبیمه لیک د صادرولو لپاره اړین اسناد:

  • د فعالیت د جواز کاپې
  • د جایداد د شرعي قبالي یا د قرارداد خط کاپي.
  • د توکو د ارزښت لست یا د هغې مجموعې نرخ
  • د تولیدې فابریکاتو د ماشینریود ارزښت لست

 

زمونږ خدمات
ټول خدمات