دفضائي او مالتجاره بیمه

superadmin
cargo

ډير کلونه پخوا د بیمې موسسو د حمل او نقل بیمه چې د بابرۍ یا سوداګریزو تو کو د بیمې په نوم شهرت درلود تنظیم کړه چې بیا دا ډول بیمه وروسته د لندن د د بیمه ګرو د  موسسی لخوا پوره شوه او زمونږ په هیواد کې هم د سوداګریزو تو کو بیمه د هیواد د مالی ګټو د تقویي، د ملی سوداګرو او خصوصی متشبثینو د صادراتی او وارداتی مالونو د ساتلوپه خاطر د دویم ځل لپاره په فعالیت شروع وکړه.او د مشتریانو سوداګریز تو کي یی دباربرۍ د بیمه نامی د شرایطو سره سم د ورځنی امکاناتو له مخی او هم استشناثات یي د ( الف ، ب، ج ) (ABC) کلاسونو له مخې وړاندې کړل چی د ټولنې علاقمندانو د لا  زیاتو معلوماتو د ترلاسه کولو لپاره لاندی موضوعاتو باندی رڼا اچوو.

د الف: (A)کلازد شرایطو د پوښښ لاندی خطرونه

۱- د تر انزیت په وخت کې چې کوم خطرونه منځته راځي  ټول پدی بیمه نامه کې شامل دي.

۲- د جنرال  ایوریج فقره.

پدې بیمه نامه کې چې په بیړۍ کې کوم مالونه موجودوي د ژغورنې

مصارف او د جنرال ایوریج مصارف شامل دي.

۳- د جانبینو د مسولیت فقره د تصادم ( ټکر ) په وخت کې .

دب (‌B) کلازد شرایطو د پوښښ لاندی خطرونه:

دخطرونو فقره:

۱ – صدمه یا زیان رسیدل د بیمه اخستوونکي مال ته لکه :

اورګیدنه یا انفجار

۲ – هر وخت چې بیړۍ په خټو کې و نښلی یا غرقه شي او یا ورکه شي.

۳ – هر کله که ځمکنۍ نقلیه و سیله د منځه لاړه شي او یا د خپل مسیر څخه منحرفه شی .

۴ – دبیړۍ تکر یا بر خورد او یا نورد حمل و نقل و سایلو ټکر د نورو اجسامو سره بغیرد اوبونه

۵ – به اضطراری بندرونو کې د بیمه شویو توکو تخلیه کول

۶- هغه مالونو چې د جنرال ایوریج الپاره وقف شویوۍ

۷ – دکالیو غورځول سمندرته او یا د کالیو وړل د بحرد امواجو پوسیله.

۸ – د بحر سمندر او یا جهیل د اوبو ننوتل د بیړۍ ، نورد  حمل و نقل و سایطو کانتینر او یاد ذخیری منځ ته .

۹- د مکمل بستی ورکیدل د بیړۍ څخه د بارګیری او د تخلیې په وخت کې

۱۰ – زلزله آتش فشان ، رعد و برق ( بریښنا)

ج: (C) کلازد شرایطو د پوښښ لاندی خطرونه :

د خطرونو فقره :

۱- صدمه یا د زیان رسیدل د بیمه اخستوونکې مال ته لکه

اورلګیدنه او انفجار

۲ – هر وقت چې بیړۍ په خټو کې و نښلی یا غرقه شی او یا ورکه شی .

۳ – هر کله که ځمکنی نقلیه وسیله د منځه ولاړی شی او یا د خپل  مسیر څخه منحرف شی .

۴ – د بیړۍ او یا نورد حمل و نقل و سائلو ټکرد نورو اجسامو سره بغیرد اوبونه

۵ – په اضطراری بند رونو کې د بیمه شوو توکو تخلیه کول .

۶- هغه مالونه چې د جنرال اپوریج لپاره وقف شوي وي.

۷ – د کالیو غورځول سمندرته د بیړۍ د وزن د کموالی لپاره .

د داخلی سودا ګریزو توکو د حمل و نقل بیمه نامه

دا بیمه نامه چې د باربرۍ یا مال التجاره په نوم مشهوره ده د بیمې د شرایطو په نظر کې نیولو سره چې د سوداګریزو تو کو مالک ته ورکول کیږی صادر یږي .

بیمه اخستونکي د خپلو سوداګریز و مالونو به هکله باید مکمل معلومات ور کړي او هغه حق البیمه چې ورته تعینیږی موافقه کوي باید ورکړي او د افغان ملی بیمی شرکت د بیمه اخستونکی په وړاندې تعهد کوي کوم خطرونه چې بیمه نامه کې شامل دي او استثناات نه وي او بیمه اخستونکي ور سره مخامخ کیږي د خساری جبران ورکړي.

دپوښښ لاندی زیانونه :

بیمه کوونکي د بیمې د شرایطو سره سم دنده او مکلفیت لري چې د سودا ګریزو تو کو د حمل و نقل په وخت کې چې کومي پیښې او ګواښونه منځ ته راځی د هغه تاوان ورکړي چې عبارت دي له :

۱- د نقلیه و سیلی ټکر او یا چپه کیدل او سودا کریزو تو کو لږیدل د ثابتو اشیاو سره .

۲ –هغه وارده خساری چې د نقلیه و سیلي نه د راغور ځیدلو پرمهال مالونو ته رسیږي .

۳ – د نقلیه و سیلي سوزیدل تندر او انفجار

۴ – لازم مصارف د سوداګریزو توکو د رغونی او د خساراتو د مخنیوی لپاره ورسته د پیښی د رامنځ ته کیدونه په مجموع کې حد اکثر ٪۲۰ زیان د ورکړی وړ دی .پ

د سودا ګریزو توکود زیان د ورکړی لاره :

د دی لپاره چې د بیمو موسئسې په معلوم وخت کې و کولاي شي د بیمه شوو توکو تاوان بیمه اخستوونکی ته ورکړی باید د هر څه نه مخکي د خساری د اثبات لپاره مکمل اسناد د افغان ملی بیمې شرکت ته ورکری. په هغه صورت کې چې د خساری د اثبات اسناد د بیمه نامې د شرایطو سره برابر وی د افغان ملي بیمې شرکت مکلف دی چې ډیر زر ورسیدلي زیان جبران کړی او د مالونو د انتقال په وخت کې د بیړۍ د برنامی سره سم ورته ورکول کیږي.

د بیمې د سند د ورکیدلویر پر مهال بیمه اخستونکي مکلف دي چی د بیمې اصلي نسخه (Short land Certificate ) یا د لږی تحویلۍ سند چې د بیړۍ چلونی د شرکت لخوا صادر شوي وي د بیمي شرکت د جبران خساری د (زیان د ورکړی ) دفتر ته و سپاري.

که چیري د ما لونو مکملی بستي چې د کومی بلی موسسې لخوا د حمل و نقل په وخت کې د مالونو څښتن ته ورکړل شی باید حتماً د  لږی ورکړي تحویلی سندهم د بیمی موسسی ته ورکول شی په هغه صورت کې چې د کم تحویل دهی یا د ورکیدو سند چې په بندر کې واقع شوی وی لازمه ده چې د (رسیدلی ولی ورک شوی)

 Landing but missing سند چې د بندرد مقاماتو لخوا صادريږی د بیمي موسسی ته ورکرل شي.

هر کله که زیان د ما تیدلو او توییدلو ، ورکیدلو ، شکیدلو ، غوړیدلو او داسی نورو له امله منځ ته راغلی وی په هغه صورت کې باید اموال د سرویرانو له خوا چې دافغان ملي بیمې شرکت د پالیسۍ مربوط تعین شوي وي سروی شی او یا د هغی سروی راپورد جبران خساری امریت ته تسلیم کړي .

په هر حا کې باید بیمه اخستوونکي دا هیر نکړي چې د جبران خساری آمریت ته باید د بیمه نامي اصلي کاپی ورکړی په دي اساسی بیمه نامه د بیمه شویو تو کو د سند او د شرایطو د پوښښ ( Coverage) د توضیح اثباتونکي دي .

د مالونو د اسناد  چالاني لکه انوایس ، برنامه د بسته بندی لست هم ډیر ضروری او مهمی پاڼیي دي چې د مالونو د څښتن لخوا باید د جبران خساری شعبی ته روکړل شی .

که چیری زیان د ځمکنی ترانزیت په جریان کې منځ ته راشي نو په دی وخت کې  دریل یا د لاری بارنامه (Truck Way bill ) هم ضرور او مهمه ده  چې باید د جبران خساری شعبي ته  ورکړل شي په همدې توگه د بیمه اخستوونکو پاملرنه لاندی څو مهمو ټکوته را اړوو.

الف: هرکله که مالونه په ټاکلي وخت کې هغه آخری مرجع ته کوم چې په بیمه نامه کي ذکر دی ونه رسیږی زر ترزره باید مخکي له دی چې د بیمي وخت پوره شي د دوهم ځل لپاره خپل مالونه به همدي موسسه کي بیمه کړي.

ب:په هغه صورت کې چې زبان په بحری بندر کې منځ ته راغلی وي باید بندرۍ او بیړی چلوونکو شرکتونو د مقرراتو سره سم د مال د مالک له خوا باید خبرتیا ( Notice) د مسولینو پر وړلاندی صادر شي.

ج: که چیري مالونه په ماتو صند قونو کې او یا په اشتباه کارتنونو کې د ګمرک منځ ته داخل شوي وي باید مخکي د خروج نه د افغان ملي بیمې شرکت ته خبر ورکول شي ، تر څو د بیمې د سرویر لخوا سروې شي.پ

فضائي بیمه :

د افغان ملی بیمی شرکت د فضائي بیمی به برخه کې بر سیره د الوتکو د بیمی د دولتی او خصوصی هر انوردی شرکتونو مسولیت د دریمګړی شخص په وړاندي هم د بیمه وي پوښښ لاندی نیسی او په دی برخه کې يي ارزښتناک خدمتونه تر سره کړی دي . د دي عنوان لاندې به د تولو دولتي او خصوصي هوايی شرکتونو الوتکې کارکونکي او مسافرین د ډول ډول پیښو او ګواښونو په وړاندې د الوتکې د کورني او بهرني الوتلو په وخت کې د ډیري لږې حق البیمې په بدل کې بیمه کوي.

زمونږ خدمات
ټول خدمات