د اداره پیغام
ولې بیمې ته اړتیا لرو ؟
بیمه د ګواښ د مخنیوي لپاره یو ځانګړي مدیریت دی . چې تاسې د بیمې د اخیستلو په وسیله ټول احتمالي او ممکنه ګواښونه د ډيرې لږې حق البیمې په ورکولو سره په چټکه توګه د بیمې شرکت ته انتقالوئ .
همدارنګه د بیمې شرکتونه د حق البیمی ټولې شوې پیسې د دویم ځل لپاره په مصئونه توګه سرمایه ګذاری کوي .
پدی توګه پیسو کې زیاتوالې منځته راځي او د پیښې د منځته راتللو په وخت کې همدا پیسې د زیان د ورکړې په نوم د دویم ځل لپاره تاسې ته درکول کیږي.
بیمه کولی شي چې په لاندې حالاتو کې تاسې سره مرسته وکړي .
- ستاسې د اوسیدلو د ځایونو پوښښ د ډول ډول ګواښونو لکه طبعې ګواښونه ، اورلګیدنه او داسی نورو پر وړاندې .
- د روغتیا د ډول ډول لګښتونو پوښښ : لکه د عادی او خطرناکو ناروغیو درملنه ، د طبی نسخو د لګښتونو ورکړه ، د غاښونو جوړول د سترګو او نورو ټولو ناروغیو درملنه .
- ستاسې د ژوند د معیاري سطح ساتل په نورمال ډول په هغه صورت کې چې تاسې د داسې یوې پیښې سره مخامخ شئ چې ستاسې روغتیا ته زیان ورسوي .
- د هغه ګواښونو مدیریت چې ستاسې کاروبار، پورژه، تولیدې یا خدماتې شرکت او یا مغازی ورسره مخامخ کیږي .
- د سفر په وخت کې ډول ډول ګواښونه : پدې بیمه کې مالي او ځانې لګښتونه او ستونزې د تکت لغو، دبار یا پګاژ پیګیري او روغتیایې لګښتونه شامل دي . همدا رنګه ستاسې د کورنۍ غړوته د مړینې، دایمې یا قسمي فلج، ناتوانۍ ، د بدن د غړو د لاسه ورکولو او داسې نورو ستونزو پروړاندې د پوره پیسو ورکول .
بیمه اخیستونکې باید خپلې د بیمې پالیسۍ تل نوی کړي ځکه چې دا کار بیمه اخستونکې د هر څه نه خبروي او همدارنګه دوی کولی شي چې د بیمه اخسیتلو په وخت کې د بیمې د خرڅوونکې څخه پوره معلومات ترلاسه کړې او دا معلومات به دوي سره ډيره مرسته وکړي .