دکارکوونکو بیمه

superadmin
work

د کار فرما قانوني مسؤلیت د کار کوونکو په وړاندې چې د بعضو پیښو له امله لکه معیوبیت، مړینه او ځاني جراحت څخه منځ ته راځي بیمه کوي. ددې بیمې د شرایطو که مخې هر کله که کار کوونکې د کار له امله او یا د کار په وخت کې د ځاني تاوان سره مخامخ کیږي د بیمې لخوا ورته جبران خساره ور کول کیږي .

پدې ډول بیمه کې د کار د وخت د پوره کیدو نه وروسته کوم وخت چې د کار فرما پورې اړه نه لري نه بیمه کیږي.

د حق البیمې ور کړه:

د کار کاونکو حق البیمه د کار د ډول او کلنۍ عوایدو له مخې د بیمه لیک دشرایطو سره سم اخیستل کیږي.

  • ددې بیمه لیک پوښښ.
  • د پیښې له امله مړینه .
  • دایمي کلي ناتواني.
  • موقتي کلي ناتواني.
  • قسمي ناتواني.

د بیمه لیک امتیازات :

د مړینې د پیښې او د دایمي کلي ناتوانۍ په وړاندې د جدول د ټاکل شوي نرخ له مخې ۱۰۰٪ د موقتي کلي ناتوانۍ په وړاندې درې میاشتنۍ تنخا او د درملو دلګښت ورکول او در ملنه ترښه کیدلو او دقسمي ناتوانۍ په وړاندې امتیازات دجدول د ټاکل شور فیصد یو له مخې ورکول کیږي.

دبیمه لیک (بیمه نامې ) وخت :

ددې بیمه نامې وخت يو کال دي یعنې اشخاص یواځې د رسمي کار په وخت کې د بیموي پوښښ لاند راځي.

د بیمه لیک ضروریات:

د کارکونو د تنخواه لست د هغوی د دندې د کتګوری له مخی.

د تذکری کاپې

زمونږ خدمات
ټول خدمات